- Advertisment -spot_img
- Advertisment -spot_img

نور خبرونه

- Advertisment -spot_img

ارام سمندر کې د امریکا د برید له امله پنځه تنه وژل شوي

د امریکا پوځ ویلي چې د ارام سمندر په ختیځه برخه کې یې د نشه‌یي توکو پر یوې قاچاق‌کوونکې کښتۍ برید کړی چې له امله یې پنځه کسان وژل شوي دي.
د رویټرز د راپور له مخې، د امریکا د پوځ سوېلي قوماندانۍ د سه‌شنبې په ورځ (د اکټوبر ۲۷مه) اعلان وکړ چې ځواکونو یې د ارام سمندر په ختیځه برخه کې د نشه‌یي توکو د قاچاق پر پېژندل شوو لارو یوه چټکه کښتۍ په نښه کړې ده.
یادې قوماندانۍ پر اېکس‌پاڼه خپاره کړي یوه پیغام کې ویلي چې دغه عملیات د تایید شوو استخباراتي معلوماتو پر بنسټ ترسره شوي او یاده کښتۍ د نشه‌یي توکو په قاچاق کې فعاله ښکېله وه.
د امریکا سوېلي قوماندانۍ په دغه برید کې وژل شوي پنځه کسان «د نشه‌یي توکو ترهګر» بللي، خو د هغوی د هویت او د یادې کښتۍ د ادعا شوو فعالیتونو په اړه یې نور جزئیات او شواهد نه دي وړاندې کړي.
د امریکا د ولسمشر ډونالډ ټرمپ ادارې لع دې مخکې هم ویلي وو چې د ۲۰۲۵ کال له سپټمبر میاشتې راهیسې د دغه هېواد په پوځي عملیاتو کې په نښه شوې کښتۍ د نشه‌یي توکو په لېږد کې ښکېلې وې.
د راپور له مخې، په کارابین سمندر او د ارام سمندر په ختیځه برخه کې پر کښتیو د امریکا په پوځي بریدونو کې تر اوسه له ۲۳۰ ډېر کسان وژل شوي دي.
رویټرز لیکلي چې ورته مهال د بشري حقونو د څار سازمان، د بښنې نړۍوال سازمان او د ملګرو ملتونو خپلواکو کارپوهانو دغه بریدونه «له قضایي بهیر پرته غیرقانوني وژنې» بللې دي.

- Advertisment -spot_img