- Advertisment -spot_img
- Advertisment -spot_img

نور خبرونه

- Advertisment -spot_img

ترکي پولیسو د ۱۶ ماشومانو په ګډون لسګونه افغان کډوال نیولي

د راپورونو له مخې د ترکیې پولیسو اعلان کړی چې د مانیسا ولایت په یوه مسافر وړونکي بس کې ۵۵ افغان کډوال نیولي دي، چې ۱۶ یې ماشومان دي.
د پولیسو په وینا، د اداري چارو تر بشپړېدو وروسته نیول شوي کډوال د اړوند ښار د بهرنیو وګړو چارو ادارې ته سپارل شوي دي. دا نیونې داسې مهال کېږي چې د ترکیې او ایران پولې ته څېرمه د چالدران په سیمه کې یو شمېر افغان کډوالو له رسنیو سره په خبرو کې د ترکیې سرحدي ځواکونه پر شکنجې، وهلو ټکولو او له نیول شویو کډوالو سره پر ناوړه چلند تورن کړي دي.

- Advertisment -spot_img