- Advertisment -spot_img
- Advertisment -spot_img

نور خبرونه

- Advertisment -spot_img

امریکا پاکستان ته د خپلو پخوانیو افغان متحدانو د لېږد پر طرحې غور کوي

بلومبرګ خپرونې د دوشنبې په ورځ ناوخته په یوه راپور کې د امریکا د فدرالي حکومت د یوه چارواکي، چې له دې پلان څخه خبر دی، او همداراز د هغو وکیلانو او مدافع بنسټونو په قول، چې له خپلو نیول شویو مراجعینو څخه یې د اندېښنو په اړه معلومات ترلاسه کړي، ویلي چې په امریکا کې د کډوالۍ په توقیف‌خونو کې ساتل کېدونکو افغانانو ته خبر ورکول کېږي چې پاکستان ته د دوی د شړلو پلانونه شته.
که څه هم تراوسه د امریکا حکومت رسماً د دې پلان په اړه څه نه دي ویلي خو بلومبرګ وايي، اټکل کېږي چې په راتلونکو اوونیو کې به په الوتکه کې ښايي یو شمېر افغانان پاکستان ته واستول شي.
امریکا د ځینو اروپايي هیوادونو په شان په افغانستان کې له واکمن رژیم سره د کډوالو د بېرته ګرځولو په اړه کومه موافقه نه ده کړې نو فکر کوي چې د افغانانو د ایستلو تر ټولو اسانه لار به دا وي چې پاکستان ته یې په لاس ورکړي څو دا هیواد یې د لکونو نورو افغانانو په شان په زوره افغانستان ته واستوي.
د افغان‌ایوَک (AfghanEvac) په نوم د هغه بنسټ په وینا چې له امریکايي ځواکونو د پخوانیو همکارو افغانانو ملاتړ کوي، د کډوالۍ ادارې چارواکو ځینو نیول شویو افغانانو ته ویلي چې پاکستان ته په تلونکې الوتنه کې به شامل وي. په دوی کې د هغو افغانانو خپلوان هم شته چې د کابل له سقوط مخکې یې له امریکايي پوځ سره کار کړی و.
امریکا تر دې وړاندې یو شمېر افغانان پاناما ته استولي دي خو دا به لومړی ځل وي چې هغوی پاکستان ته لېږي چې له کډوالو سره د ناوړه چلند له کبله د ملګروملتو او د بشري حقونو د ډلو له انتقادونو سره مخامخ دی.
پاکستان له ۲۰۲۳ څخه تر ۲ میلیونه ډېر افغانان افغانستان ته استولي چې اکثره یې په زوره ستانه کړي او یا په پاکستان کې د نیول کېدو له ډاره په خپله ستانه شوي دي.

- Advertisment -spot_img