- Advertisment -spot_img
- Advertisment -spot_img

نور خبرونه

- Advertisment -spot_img

متحده عربي امارات راستنو شویو کډوالو ته نږدې ۳ زره کورونه جوړوي

د متحده عربي اماراتو د مرستو ادارې له ملګرو ملتونو سره د درې میلیون امریکايي ډالرو په ارزښت هغه تړون لاسلیک کړی چې پر بنسټ به یې په دریو ولایتونو کې راستنو شویو کډوالو ته ۲ زره ۹۵۰ کورونه جوړ شي.
ویل کېږي چې دا کورونه په کابل، هرات او کندوز ولایتونو کې جوړېږي.
د متحده عربي اماراتو د مرستو ادارې ویلي چې په دې پروژه کې به د ښځو او ماشومانو اړتیاوو ته ډېره پاملرنه وشي.
د یادولو ده چې تر دې مخکې هم د بېلابېلو مرستندویه بنسټونو په مالي ملاتړ راستنو شویو افغان کډوالو ته زرګونه کورونه جوړ شوي دي.
دا په داسې حال کې ده چې له تېرو څو کلونو راهیسې له ګاونډیو هېوادونو څخه د افغان کډوالو جبري رالېږل زیات شوي دي.
تازه ملګرو ملتونو ویلي چې د ۲۰۲۳ کال راپدېخوا افغانستان ته ۴٫۹ میلیون کسان ستانه شوي چې له سخت وضعیت سره مخ دي.
بلخوا یو شمېر نورو نړیوالو بنسټونو هم بار بار په افغانستان کې د راستنو شویو پر وضعیت اندېښنه ښودلې او د دوی د لاسنیوي لپاره یې د نړیوالو مرستو غوښتنه کړې ده.

- Advertisment -spot_img