- Advertisment -spot_img
- Advertisment -spot_img

نور خبرونه

- Advertisment -spot_img

ایران کې د سيمې د امنیت لپاره د درې اړخیزې غونډې جوړېدل

پرون د ایران پلازمېنه، تهران کې د ترکیې، پاکستان او سعودي عربستان لوړپوړو چارواکو له ایراني چارواکو سره ناسته درلوده او د سیمې پر روان وضعیت، شته ناامنیو او بېلابېلو مسایلو په اړه یې بحثونه کړي دي.
د راپورونو له مخې چې دا ناسته د سعودي عربستان دفاع وزیر، خالد بن سلمان، د پاکستان د پوځ مشر عاصم منیر او د ترکیې د استخباراتو رییس ترمنځ شوې، او د ایران ولسمشر، مسعود پزشکیان او بهرنیو چارو وزیر، سید عباس عراقچي هم پکې ګډون درلود.
په دې غونډه کې د سیمې پر روان وضعیت، سیمه‌ییز امنیت او د بهرنیو لاسوهنو په اړه بحثونه شوي دي.
له دې غونډې وروسته د ایران ملي امنیت عالي شورا منشي، محسن رضایي ویلي چې د لوېدیځې اسیا امنیت او ثبات باید د سیمې هېوادونو له خوا تامین شي او د بهرنیو لاسوهنو مخه ونیول شي.
نوموړي ویلي، ترکیه، پاکستان، ایران او سعودي عربستان په دې باور دي چې د سیمې د ستونزو حل په ګډې همکارۍ او همغږۍ کې دی.
د راپورونو له مخې چې په یاده ناسته کې همداراز د لبنان له سوېل، د سوریې له جنوب، غزې او د اردن سیند له لوېدیځې غاړې څخه د اسراییلي ځواکونو پر وتلو هم ټینګار شوی دی.

- Advertisment -spot_img