- Advertisment -spot_img
- Advertisment -spot_img

نور خبرونه

- Advertisment -spot_img

په استانبول کې د ایران پر ضد د نويو بریدونو د مخنیوي غوښتنه وشوه

د ترکیې، سعودي عربستان، پاکستان، مصر، بریتانیا، فرانسې، جرمني او ایټالیا د بهرنیو چارو وزیرانو په استانبول کې په یوه غونډه کې له امریکا او اسرائیلو غوښتي، چې پر ایران له بیا برید کولو ډډه وکړي.
د ګارډین ورځپاڼې د راپور له مخې، د ترکیې د بهرنیو چارو وزیر هاکان فیدان خبرداری ورکړی، چې پر ایران نوی پوځي برید ښايي په سیمه کې جګړه پراخه کړي.
د غونډې ګډونوالو همداراز خبرداری ورکړی، چې د جګړې بیا پیل به د تېلو بیې لوړې کړي او د سیمې پر وضعیت به ناوړه اغېزې ولري.
د غونډې په پای کې، ګډونوالو د سعودي عربستان پر وړاندې د حوثیانو د بریدونو د پای ته رسولو او د هرمز تنګي د سمدستي بېرته پرانیستلو غوښتنه هم کړې ده.

- Advertisment -spot_img