- Advertisment -spot_img
- Advertisment -spot_img

نور خبرونه

- Advertisment -spot_img

فضل‌الرحمن: د پاکستان حکومت جعلي او د ټاکنیزو درغلیو محصول دی

د جمعیت علمای اسلام ګوند مشر مولانا فضل‌الرحمن د پاکستان حکومت «جعلي» بللی او ادعا یې کړې چې واکمنان د ټاکنیزو درغلیو له لارې واک ته رسېدلي او د خپلو ملاتړو ګټو ته کار کوي.
نوموړي په ملتان کې یوې غونډې ته ویلي، د خیبر پښتونخوا د وضعیت او روانو لاریونونو په اړه یې له لومړي وزیر شهباز شریف سره خبرې کړې، خو د ده په وینا، شریف وروسته له خپل دریځه په شا شوی دی.
فضل‌الرحمن په خیبر پښتونخوا کې د بېړني حالت له اعلان سره مخالفت کړی او حکومت یې تورن کړی چې غواړي د پخوانیو قبایلي سیمو غرونه او معدني زېرمې تر خپل کنټرول لاندې راولي؛ هغه ویلي، د حکومت د غیرډیموکراټیکو اقداماتو پر وړاندې به مبارزې ته دوام ورکړي.

- Advertisment -spot_img