د راپورونو له مخې، د امریکا د اورېګن ایالت په بېنډ ښار کې د سیلور رېل په نوم په یوه لومړني ښوونځي کې د ډزو په پېښه کې لږ تر لږه پنځه کسان وژل شوي دي.
امریکايي چارواکو ویلي، یوه وسلهوال کس د پنجشنبې په ورځ په یاد ښوونځي کې ډزې وکړې او لږه شېبه وروسته خپله بریدګر هم ووژل شو.
د اسوشیټېډ پرېس خبري اژانس د راپور له مخې، په دې پېښه کې لږ تر لږه پنځه کسان وژل شوي دي.
تر دې مخکې، سياېناېن او سيبياېس نیوز د خپلو سرچینو په حواله راپور ورکړی و، چې په پېښه کې درې ماشومان او یو سړی وژل شوي دي.
چارواکو همداراز ویلي، لږ تر لږه دوه کسان د امبولانس په وسیله روغتون ته لېږدول شوي، خو د هغوی د روغتیايي وضعیت په اړه لا کره مالومات نه دي خپاره شوي.



![[000098]](https://sedayedarya.tv/pa/wp-content/uploads/sites/8/2026/08/000098-251x300.png)