د ګوګل د «ډیپماینډ» څانګې مشر ډیمیس هسابیس خبرداری ورکړی چې د مصنوعي ځیرکتیا د سیسټمونو وروستي سایبري بریدونه د راتلونکو جدي ګواښونو لومړنۍ نښې دي. نوموړي ویلي، که امنیتي تدابیر پیاوړي نه شي، ښايي نړۍ په راتلونکو یو یا دوو کلونو کې له لویو پېښو سره مخ شي.
هسابیس د ایرلنډ په پلازمېنه ډبلین کې د مصنوعي ځیرکتیا په یوه غونډه کې ویلي چې اوسني سیسټمونه لا دومره پیاوړي نه دي چې ډېر ستر زیانونه واړوي، خو دا وضعیت ښايي ژر بدل شي.
هغه د ټکنالوژۍ پر شرکتونو او حکومتونو غږ کړی چې د دې ټکنالوژۍ د خوندي کولو لپاره نور اقدامات وکړي.
په وروستیو میاشتو کې د مصنوعي ځیرکتیا د ځینو سیسټمونو له خوا د امنیتي محدودیتونو د ماتولو او د غیرمجاز لاسرسي راپورونه خپاره شوي دي.
د «اوپناېآی» او «انتروپیک» شرکتونو هم ویلي چې د خپلو سیسټمونو په ازموینو کې له داسې پېښو سره مخ شوي دي.
په همدې حال کې، د مایکروسافټ مشر براډ سمیت، ۲۰۲۶ کال د مصنوعي ځیرکتیا د صنعت لپاره د خبرداري کال بللی او د دې ټکنالوژۍ د خطرونو د کنټرولولو لپاره یې د نویو قوانینو او مقرراتو د ژر جوړېدو غوښتنه کړې ده.
سمیت ویلي، هېڅ شرکت او ټکنالوژي باید له قانون څخه پورته نه وي، خو مقررات باید متوازن وي او د نوښت مخه هم ونه نیسي.
هسابیس هم د مصنوعي ځیرکتیا د خوندیتوب د معیارونو د جوړولو لپاره د یوه نړیوال بنسټ پر رامنځته کېدو ټینګار کړی دی. د هغه په وینا، د دغو سیسټمونو د چټک پرمختګ له امله باید د هغوی د خوندیتوب د ارزونې لپاره داسې انعطافمنونکی چوکاټ جوړ شي چې له نوې ټکنالوژۍ سره سم بدلون ومومي.



![[000098]](https://sedayedarya.tv/pa/wp-content/uploads/sites/8/2026/08/000098-251x300.png)