د افغانستان لپاره د ملګرو ملتونو ځانګړي راپور ورکوونکی «ریچارډ بنټ» پر افغان خاوره د پاکستان پوځي رژیم هوایي بریدونو ته په غبرګون کې ویلي چې دا ډول اقدامات په «جنګي جرمونو» کې حسابېږي.
ریچارډ بنټ له بيبيسي سره په مرکه کې ویلي چې پاکستان د ملکي افغانانو په نښهکولو سره جنګي جرمونه کړي او باید حساب ورسره وشي.
نوموړي پر افغان خاوره د پاکستان پوځي رژیم د بریدونو په اړه د بشپړې او خپلواکې څېړنې غوښتنه کړې، او د پاکستاني بریدونو له امله قربانيشوې افغان کورنۍ یې د حسابورکونې مستحقې بللې دي.
ملګرو ملتونو تر دې مخکې هم ویلي وو چې پر افغان خاوره د پاکستان پوځي رژیم د بریدونو له امله د ښځو او ماشومانو په ګډون ملکي افغانانو ته مرګژوبله اوښتې ده.
دغه سازمان د پاکستان پوځي رژیم بریدونه غندلي وو او د ملکي وګړو پر خوندیتوب یې ټینګار کړی و.
د یادولو ده چې څو اوونۍ مخکې د پاکستان پوځي رژیم پر کونړ، هلمند او یو شمېر نورو ولایتونو هوایي بریدونه وکړل چې له امله یې لسګونه ملکي افغانان شهیدان او یو شمېر نور ټپيان شول.
بلخوا اسلامي امارت هم د پاکستان پوځي رژیم بریدونه غندلي او د مناسب ځواب خبرداری یې ورکړی دی.



![[000098]](https://sedayedarya.tv/pa/wp-content/uploads/sites/8/2026/08/000098-251x300.png)