د ایران بهرنیو چارو وزیر، سید عباس عراقچي د سعودي عربستان بهرنیو چارو له وزیر، فیصل بن فرحان سره د سیمې پر روان وضعیت ټلېفوني خبرې کړې دي.
عراقچي د دې مکالمې پرمهال د سیمهییزو کړکېچونو پر سیاسي حل ټینګار کړی او ویلي یې دي چې تهران د یمن حوثیانو او سعودي عربستان منځګړیتوب ته چمتو دي.
د ایراني رسنیو د راپورونو له مخې چې عباس عراقچي او فیصل فرهان همداراز د سیمهییز کړکېچ پر مخنیوي ټینګار کړی دی.
دا په داسې حال کې ده چې له تېرو څو اوونیو راهیسې د یمن حوثیانو او سعودي عربستان ترمنځ جګړه او خونړي بریدونه زیات شوي، او سیمهییز ثبات ته زیان رسېدلی دی.
وړمه ورځ هم د یمن حوثیانو د سعودي عربستان پر ریاض هوایي ډګر هوايي بریدونه وکړل چې له امله یې ۱۲ کسان ووژل شول او له ۳۰۰ ډېر نور ټپيان شول.
بلخوا د سیمې ګڼو هېوادونو د حوثیانو او سعودي په جګړه کې د ریاض پر ملاتړ اعلامیې خپرې کړې او له حوثیانو یې غوښتي چې روان بریدونه ژر تر ژره پایته ورسوي.
هېوادونو ویلي چې د حوثیانو بریدونه سیمهییز ثبات او امنیت ته زیان پېښوي.



![[000098]](https://sedayedarya.tv/pa/wp-content/uploads/sites/8/2026/08/000098-251x300.png)