- Advertisment -spot_img
- Advertisment -spot_img

نور خبرونه

- Advertisment -spot_img

ټاپي پروژې پاکستان ته د منځنۍ اسیا د ګازو د نوې سرچینې هیلې تازه کړې

پاکستاني رسنۍ وايي، د ترکمنستان، افغانستان، پاکستان او هند ترمنځ د ټاپي ګاز نل‌لیکې پروژې د پرمختګ له امله پاکستان ته د منځنۍ اسیا د ګازو د نوې سرچینې د ترلاسه کولو هیلې بېرته تازه شوې دي؛ خو کارپوهان وايي، پاکستان باید د دې پروژې د عملي کېدو لپاره حقوقي، سوداګریز او زیربنايي چمتووالی چټک کړي.
په افغانستان کې د ټاپي نل‌لیکې سرحدآباد-هرات د ۱۵۳ کیلومتره برخې د جوړولو چارې روانې دي. د ترکمنستان د د تېلو او ګازو دولتي ادارو په وینا، د پروژې لپاره شاوخوا ۷۰۰ ترکمن متخصصان او تر ۲۵۰ ډېر ساختماني او تخصصي ماشینونه کارول کېږي. په کارکوونکو کې انجنیران، ویلډران او د ګازو متخصصان شامل دي.
ټاکل شوې ټاپي نل‌لیکه له ترکمنستانه د افغانستان او پاکستان له لارې د هند تر پولې پورې شاوخوا ۱۸۱۴ کیلومتره اوږده وي او په کال کې د ۳۳ میلیارد متر مکعب طبیعي ګاز د لېږد ظرفیت ولري.
د ۲۰۲۶ کال په اګست کې د ترکمنستان او افغانستان ترمنځ د لوړې کچې له خبرو وروسته د دې پروژې د پرمختګ بهیر لا چټک شوی دی.
ترکمنستان وايي، د سرحدآباد-هرات برخې د جوړولو چارې، چې په ۲۰۲۴ کال کې پیل شوې وې، په چټکۍ روانې دي او د ترکمنستان د ګلکینیش د ګازو ستره حوزه به د دې نل‌لیکې د ګازو اصلي سرچینه وي.
د پاکستان د بهرنیو چارو وزارت د امکان‌سنجۍ پر بنسټ د ټاپي پروژې لګښت شاوخوا ۱۰ میلیارد ډالر اټکل کړی او دا پروژه یې د پاکستان د انرژۍ د امنیت د ستراتیژۍ یوه برخه بللې ده. اسلام‌اباد او عشق‌اباد په ۲۰۲۳ کال کې د پاکستان په برخه کې د کارونو د چټکتیا لپاره د ګډ عملي پلان هوکړه هم کړې وه.
د اسیا پراختیايي بانک د معلوماتو له مخې، پاکستان او هند به هر یو د قرارداد شوي ګاز ۴۷.۵ سلنه ترلاسه کوي او پاتې پنځه سلنه به افغانستان ته ورکول کېږي.

- Advertisment -spot_img