- Advertisment -spot_img
- Advertisment -spot_img

نور خبرونه

- Advertisment -spot_img

په جرمني کې د رومي دورې سلګونه سکې وموندل شوې

د جرمني په لوېدیځ کې د ویزلینګ ښار ته څېرمه په یوه کرونده کې د روم د امپراتورۍ د دورې ۹۳۴ سپین زرې سکې موندل شوې دي.
د لرغونپوهانو په وینا، دغه سکې د روم د امپراتور هادریان د واکمنۍ له دورې سره تړاو لري او په جرمني کې د نوموړي د واکمنۍ د دورې تر ټولو لویه موندل شوې سکېزه خزانه ده.
دغه تاریخي خزانه د اولیور رېډل په نوم د لرغونپوهنې یوه مینه‌وال د فلز موندونکي وسیلې په مرسته موندلې ده. رېډل شاوخوا یو کال وړاندې په همدې سیمه کې څو رومي سکې موندلې وې، خو وروسته یې د فلز موندونکي وسیلې له پرله‌پسې سیګنالونو شک وکړ چې ښايي د ځمکې لاندې نورې سکې هم موجودې وي.
نوموړي موضوع اړوندو چارواکو ته راپور کړه او وروسته لرغونپوهانو رسمي کیندنې پیل کړې. په پایله کې ۹۳۴ سپین زرې رومي سکې وموندل شوې چې ټول وزن یې شاوخوا ۳.۱ کیلوګرامه دی.
کارپوهان اټکل کوي چې دغه خزانه ښايي د دویمې میلادي پېړۍ په دویمه څلورمه برخه کې په قصدي ډول تر ځمکې لاندې پټه شوې وي. د لرغونپوهانو په باور، دا موندنه کولی شي په سیمه کې د روم د امپراتورۍ د حضور او اقتصادي فعالیتونو په اړه نوي معلومات وړاندې کړي.
موندل شوې سکې اوس د بن ښار په LVR-LandesMuseum کې د عامو خلکو لپاره نندارې ته اېښودل شوې دي.

- Advertisment -spot_img