- Advertisment -spot_img
- Advertisment -spot_img

نور خبرونه

- Advertisment -spot_img

د عمران خان د پلویانو اوږد لاریون خپله لار بدله کړه

د پاکستان تحریک انصاف ګوند د اسلام‌اباد پر لور د روان اوږده لاریون د کاروان د تګ په مسیر کې بدلون راوستی دی.
د خیبر پښتونخوا اعلی وزیر سهیل اپرېدي ویلي، کاروان به د سې شنبې په شپه له کواټ څخه خیبر ولسوالۍ ته ولاړ شي او وروسته به پېښور ته ورسېږي.
اپرېدي په کواټ کې د لاریون ګډونوالو ته وویل، د خیبر ولسوالۍ خلکو غوښتنه کړې چې د لاریون له ګډونوالو کوربه‌توب وکړي، له همدې امله د کاروان په مسیر کې بدلون راغلی دی.
د لومړني پلان له مخې، ټاکل شوې وه چې کاروان له کواټ څخه مستقیم پېښور ته ولاړ شي او د متنۍ سیمې ته څېرمه شپه تېره کړي.
د خیبر پښتونخوا اعلی وزیر ویلي، تحریک انصاف به له خپلو غوښتنو شاته نه شي او لاریون به په سوله‌ییز ډول دوام وکړي. د نوموړي په وینا، د اعتراضونو له پیل مخکې د اساسي قانون، قانوني او ډیموکراتیکو لارو د ستونزو د حل لپاره هڅې شوې دي.
د تحریک انصاف له مهمو غوښتنو څخه له پخواني صدراعظم او د دغه ګوند له بنسټګر عمران خان سره د لیدو اجازه او هغه ته د طبي درملنې د اسانتیاوو برابرول دي.
اپرېدي همداراز په خیبر پښتونخوا کې د ترهګرۍ پر وړاندې پر روانې تګلارې نیوکه کړې او ادعا یې کړې چې د پوځي عملیاتو او ډرون بریدونو سربېره په دغه ایالت کې د ترهګرۍ ستونزه نه ده هواره شوې. نوموړي ادعا کړې چې د دوی د وړاندیز شوې تګلارې په عملي کېدو سره به په ۱۰۰ ورځو کې امنیت بېرته ټینګ شي.
د تحریک انصاف دغه اوږد لاریون د اکتوبر په څلورمه له لکي مروت څخه پیل شوی او کاروان د کرک له لارې کواټ ته رسېدلی دی.
د ګوند په وینا، د لاریون د لومړي پړاو لوی کاروان به د اکتوبر په اتمه په خیراباد کې راټولېږي او هلته به د راتلونکو اقداماتو په اړه پرېکړه اعلان شي.
په همدې حال کې د پاکستان صدراعظم شهباز شریف د لاریون له مشرانو غوښتي چې له حکومت سره خبرې وکړي او لاریونونه ودروي.

- Advertisment -spot_img