- Advertisment -spot_img
- Advertisment -spot_img

نور خبرونه

- Advertisment -spot_img

د ایلان ماسک شتمنۍ يو ځل بیا نوی ریکارډ جوړ کړ

د ټېسلا او اېکس‌سپېس مشر «ایلان ماسک» یو وار بیا په شتمنو کسانو کې لومړی مقام خپل کړی، او د دویم ځل لپاره ټریلیونر اعلان شوی دی.

د «بلومبرګ» د میلیاردرانو شاخص پر بنسټ، د ماسک شتمني ۱٫۰۴ ته رسېدلې. د نوموړي د سپېس‌اېکس ونډې ۱۳ سلنه او د ټېسلا ونډې ۶٫۷ سلنې ته لوړې شوې دي.

ایلان ماسک تېر ځل هم ټریلیونر بلل شوی و، خو وروسته یې شتمني له ټریلیون ښکته شوې وه، او تازه بلومبرګ بیاځلي د شتمنو کسانو په نوملړ کې لومړی کس اعلان کړی دی.

دغه ټریلیونر د خپلو کاروبارونو ترڅنګ اېکس (پخوانی ټویټر) شبکه هم وپېرله او سمدلاسه یې پکې ځینې تغییرات راوستل.

هغه مهال پر ایلان ماسک نیوکې وې چې د دې شبکې له ترلاسه‌کولو سره سم یې زرګونه کسان له دندې ګوښه کړل او د ټولنیزو شبکو ځینې اصول یې تر پښو لاندې کړل.

ایلان ماسک په امریکا د «جو بایډن» ادارې له پایته‌رسېدو وروسته د ډونالډ ټرمپ نږدې کس شو، خو د لږ وخت په تېرېدو یې له ټرمپ سره اړیکې خرابې او بېرته یې له سیاست څخه خپل شخصي کاروبار ته مخه کړه.

داسې هم ویل کېږي چې له ټریلیون څخه د ایلان ماسک د شتمنۍ ښکته‌کېدو یو لامل ښايي له ډونالډ ټرمپ سره ډېر نږدې کېدل وو.

- Advertisment -spot_img