- Advertisment -spot_img
- Advertisment -spot_img

نور خبرونه

- Advertisment -spot_img

د افغانستان په اړه د مسکو فارمټ اتمه غونډه

د افغانستان په اړه د مسکو فارمټ اتمه مشورتي غونډه نن، دوشنبه، په مسکو کې ترسره کېږي؛ په دې غونډه کې د افغانستان او پاکستان په ګډون د سیمې یو شمېر هېوادونه ګډون کوي.

د پاکستان د افغانستان لپاره ځانګړي استازي صادق خان او په کابل کې د دغه هېواد سفیر هم د پاکستان د پلاوي په ترکیب کې په غونډه کې ګډون کوي. د غونډې تر پیل مخکې صادق خان د ایران د بهرنیو چارو وزارت د جنوبي اسیا له عمومي رییس محمدرضا بهرامي سره د سیمې د وروستیو تحولاتو په اړه خبرې کړې دي.

د مسکو فارمټ غونډه داسې مهال کېږي چې د افغانستان او پاکستان ترمنځ اړیکې له وروستیو امنیتي او سرحدي ستونزو سره مخ دي. د دې غونډې ګډونوال به د افغانستان د وضعیت، سیمه‌ییز امنیت او د هېوادونو ترمنځ د همکاریو په اړه بحثونه وکړي.

- Advertisment -spot_img