- Advertisment -spot_img
- Advertisment -spot_img

نور خبرونه

- Advertisment -spot_img

د پاکستان حکومت او پي‌ټي‌ای ترمنځ مذاکرات بې پایلي شول

د پاکستان تحریک انصاف (پي‌ټي‌ای) ګوند د خپل بندي بنسټګر او پخواني لومړي وزیر عمران خان د خوشې کېدو په غوښتنه، نن یکشنبه، د اکتوبر په ۴مه، اسلام‌اباد ته د خپل اوږده لاریون لومړی پړاو له لکي مروت څخه پیلوي.

د خیبر پښتونخوا اعلی وزیر سهیل اپریدي د لاریون د مهالوېش له اعلان سره پر خپله اېکس پاڼه لیکلي، چې لاریون به د غرمې په یوه بجه د لکي مروت له ګنډي چوک څخه پیل شي. د ده په وینا، د ټانک، ډېره اسماعیل خان، جنوبي او شمالي وزیرستان، بنو او لکي مروت ګډونوال به له دغه کاروان سره یوځای شي.

د پلان له مخې، کاروان به لومړۍ شپه د کرک ولسوالۍ ته نږدې تېره کړي او په راتلونکو ورځو کې به د کوهاټ او پېښور له لارې مخکې ولاړ شي. د اکتوبر په اتمه به د خیبر پښتونخوا د بېلابېلو سیمو ګډونوال په خیراباد کې سره راټول شي او د لاریون د راتلونکي پړاو په اړه به پرېکړه وشي.

دا په داسې حال کې ده، چې د پاکستان د حکومت او اپوزیسیون ترمنځ د خبرو دویم پړاو هم د لاریون د مخنیوي او نورو سیاسي موضوعاتو په اړه له هوکړې پرته پای ته ورسېد.

پي‌ټي‌ای د دې لاریون له لارې د عمران خان د خوشې کېدو، د هغه د درملنې او له نوموړي سره د لیدنو پر محدودیتونو د بیاکتنې غوښتنې مطرح کوي. په ورته وخت کې، حکومتي چارواکو خبرداری ورکړی، چې لاریون کوونکو ته به اسلام‌اباد ته د ننوتلو اجازه ورنه کړل شي.

- Advertisment -spot_img