د طالبانو د دفاع وزارت یو لوړپوړی پلاوی د روسیې په بلنه د «مرکز ۲۰۲۶» په نوم ستراتیژیکو پوځي تمرینونو کې ګډون کړی دی.
د طالبانو د دفاع وزارت د معلوماتو له مخې، د پلاوي مشري مولوي نصیبالله «مدني»، چې د عبدالله بن مسعود د ګډې او جنګي روزنې قوماندان دی، کوي.
د طالبانو پلاوي د تمرینونو عملي برخې کتلي او د روسیې د پرمختللو پوځي تجهیزاتو له نندارتون څخه یې هم لیدنه کړې ده. په نندارتون کې درنې وسلې، بېپیلوټه الوتکې، اوږد واټن ویشتونکي توغندي او روبوټي سیسټمونه نندارې ته وړاندې شوي وو.
د راپورونو له مخې، افغان پلاوي د چین، هند، شمالي کوریا، ویتنام، ازبکستان، تاجکستان او یو شمېر نورو هېوادونو له پوځي استازو سره هم د پوځي تجربو، مسلکي زدهکړو او دوهاړخیزې همکارۍ په اړه خبرې کړې دي.



![[000098]](https://sedayedarya.tv/pa/wp-content/uploads/sites/8/2026/08/000098-251x300.png)