- Advertisment -spot_img
- Advertisment -spot_img

نور خبرونه

- Advertisment -spot_img

پاکستان د طالبانو حکومت د «مسؤلانه چلند» غوښتنه کړې

د پاکستان د اطلاعاتو وزیر عطاالله تارړ وايي، کابل باید له هغه څه چې نوموړي یې «وسله‌وال ذهنیت» بللی، لاس واخلي او د یوه مسؤل دولت په توګه چلند وکړي.

تارړ د افغانستان د وضعیت په اړه یوې غونډې ته ویلي، د افغانستان شرایط پېچلي دي او دایمي حل ته اړتیا لري. نوموړي همداراز ویلي چې پاکستان له سولې او سوله‌ییز ګډ ژوند ملاتړ کوي.

د پاکستان او طالبانو ترمنځ د اړیکو اصلي اختلافات د تحریک طالبان پاکستان او نورو وسله‌والو ډلو د فعالیتونو، سرحدي بریدونو او د یو بل پر خاوره د پوځي اقداماتو پر سر دي. کابل د پاکستان ادعاوې ردوي.

- Advertisment -spot_img