ګارډین ورځپاڼې د درېیو مېرمنو له قوله راپور ورکړی،چې طالبان ښځې د درواغو اعتراف ته مجبوروي او بیا یې د کوم جرم له کولو پرته په دُرو وهي.
ګارډین ورځپاڼې د افغانستان د یوه خبري آژانس «زن ټایمز» په همکارۍ د درېیو ښځو کیسې خپرې کړې، چې طالبانو له کوم جرم پرته په دُرو وهلي او بندیانې کړې دي.
د راپور له مخې، طالبانو یوه له دغو ښځو چې دیبا نومېږي، دوه ځله یوازې له دې امله بندي کړې،چې له محرم پرته له کوره وتلې وه.
دیبا لومړی ځل څلور شپې د طالبانو په بند کې تېري کړې دي.
راپور زیاتوي چې دیبا درې میاشتې وروسته په دویم ځل له محرم پرته په یوه رسټورانټ کې د حضور له امله ونیول شوه او شل ورځې یې په زندان کې تېرې کړي.
طالبانو دیبا د ۲۸ دُرو پر وهلو محکومه کړه او یوه اوونۍ وروسته یې خوشې کړه، څو یې ټپونه ښکاره نه شي.
همداراز، په راپور کې د یوې ۲۲ کلنې نجلۍ یادونه شوې،چې د افغانستان لوېدیځ کې د امر بالمعروف مامورینو له خوا د خپل تره له زوی سره د سفر کولو له امله نیول شوې وه او په زور دې اړ شوه چې د درواغو اعتراف وکړي چې له هغه سره یې «جنسي اړیکه» لرله، ځکه طالبانو ورته ګواښ کړی و،چې که دا اعتراف ونه کړي، نو تره زوی به یې ووژني.
په راپور کې دغه راز راغلي چې طالبانو یوه ۱۶کلنه نجلۍ هم له دې امله نیولې چې محرم ورسره نه و او د ۳۹ دُرو پر وهلو یې محکومه کړې چې له امله یې عصبي حملې ورته پیدا شوې دي.
ګارډین زیاتوي،چې له ۲۰۲۱ م کال راهیسې طالبانو له ۱۰۰۰ زیات وګړي په دُرو وهلي دي، چې لږ تر لږه ۲۰۰ تنه یې ښځې دي.
دا په داسې حال کې ده چې د طالبانو د صحرایي محاکمو او پلي شویو سزاوو اصلي شمېر تر خپرو شویو شمېرو زیات اټکل کېږي.



