- Advertisment -spot_img
- Advertisment -spot_img

نور خبرونه

- Advertisment -spot_img

ټرمپ: له ایران سره د جګړې په بریا به د تېلو بیې به راټیټې شي

د امریکا ولسمشر ډونالډ ټرمپ وايي، که امریکا له ایران سره روانه جګړه وګټي، د تېلو بیې به په پام وړ کچه راټیټې شي.

ټرمپ په یوه تازه څرګندونه کې ویلي، د جګړې له پای ته رسېدو او د امریکا له بریا وروسته به د تېلو بیې «په چټکۍ سره» راښکته شي. هغه اټکل کړی چې په امریکا کې د پټرولو بیه به تر درې ډالرو پورې راکمه او په پای کې ښايي له دوو ډالرو هم ټیټه شي.

دا څرګندونې داسې مهال کېږي چې د امریکا او ایران د روانې جګړې له امله د انرژۍ بازارونه له بې‌ثباتۍ سره مخ دي. رویټرز وايي، د فارس خلیج له لارې د تېلو صادرات کم شوي او د هرمز تنګي وضعیت لا هم د نړیوالو بازارونو لپاره مهم خطر بلل کېږي.

د انرژۍ په بازار کې د جګړې له امله د عرضې د ګډوډۍ اندېښنې د تېلو بیې لوړې کړې دي؛ خو د جګړې د پای ته رسېدو په صورت کې د عرضې د عادي کېدو تمه کولی شي د بیو د راټیټېدو فشار زیات کړي.

- Advertisment -spot_img