ملګري ملتونه وايي، په افغانستان کې د ښځو او نجونو وضعیت لا هم د جدي اندېښنې وړ دی او د ښځو اړوند پروګرامونو ته د مالي مرستو کمېدل کولای شي وضعیت نور هم خراب کړي.
د ملګرو ملتونو د ښځو ادارې د اګست په میاشت کې ویلي وو چې په افغانستان کې د ښځو پر زدهکړو، کار او ټولنیز ګډون لګېدلي محدودیتونه د هغوی د لا ډېرې ګوښه کېدو لامل شوي دي.
د ملګرو ملتونو په وینا، د ښځو د ملاتړ له ۷۴ بنسټونو څخه تر نیمايي ډېر یې د مالي سرچینو د کمښت له امله په راتلونکي کال کې د خپلو فعالیتونو د درولو یا تړل کېدو له ګواښ سره مخ دي.



![[000098]](https://sedayedarya.tv/pa/wp-content/uploads/sites/8/2026/08/000098-251x300.png)