د جرمني رسنیو راپور ورکړی چې د بښنې نړیوال سازمان او د دغه هېواد پروتستان کلیسا د جرمني د اساسي قانون محکمې د هغې پرېکړې هرکلی کړی چې د افغان پناه غوښتونکو د منلو له پروګرام سره تړاو لري. د راپورونو له مخې، دغو بنسټونو ویلي چې د جرمني حکومت نه شي کولای د افغان پناه غوښتونکو د منلو ژمنه په عمومي ډول لغوه کړي، بلکې باید د هر شخص حالت په جلا توګه وارزوي. د دغو بنسټونو استازو ټینګار کړی چې په پاکستان کې ګڼ افغان پناه غوښتونکي له سختو شرایطو سره مخ دي او افغانستان ته بېرته ستنېدل یې ښايي له ګواښونو سره مخ کړي. هغوی له جرمني حکومت غوښتي چې د محکمې پرېکړه ژر تر ژره عملي کړي او د هغو کسانو دوسیې وڅېړي چې د منلو په دغه پروګرام کې شامل دي.



