د پاکستان د جمعیت علمای اسلام مشر، مولانا فضلالرحمن، د اسلاماباد پر تګلارو نیوکه کړې او ویلي یې دي چې پاکستان د امریکايي ځواکونو د حضور پر مهال خپلې هوايي لارې د امریکا په واک کې ورکړې وې، چې له دې لارې پر افغانستان بریدونه ترسره شول. هغه ادعا کړې چې پاکستان هېڅکله افغانستان ته د وسلهوالو د تګ راتګ د مخنیوي لپاره جدي ګام نه دی اخیستی او د افغانستان په سیاسي او امنیتي بدلونونو کې یې تل رول لوبولی دی. فضلالرحمن ټینګار کړی چې افغانستان ثبات، خپلواکۍ او ارامۍ ته اړتیا لري، خو د نوموړي په وینا، هر کله چې امریکا او لوېدیځو هېوادونو د افغانستان د بېثباته کولو هڅه کړې، پاکستان د هغوی د «لاسپوڅي ځواک» په توګه عمل کړی دی. هغه زیاته کړې چې اسلاماباد په ورته وخت کې ځان د ترهګرۍ پر وړاندې د مبارزې هېواد هم معرفي کوي. د جمعیت علمای اسلام مشر د پاکستان د حکومت لهخوا د دیني مدرسو د ثبتولو پر تګلارې هم نیوکه کړې او خبرداری یې ورکړی چې دا ډول کړنې ښايي په هېواد کې د تاوتریخوالي، اعتراضونو او سیاسي کړکېچ د زیاتېدو لامل شي.



