کابل کې د اسلامي همکاریو سازمان سفیر د افغان کډوالو پر جبري ایستلو او له هغوی سره پر ناسم چلند اندېښنه ښودلې او ویلي یې دي،چې دغه سازمان به د کډوالو لپاره د مرستو په راجلبولو کې هڅه وکړي.
د طالبانو د کډوالو او راستنېدونکو چارو سرپرست وزارت نن پر خپله اېکس پاڼه لیکلي، د دغه وزارت سرپرست مولوي عبدالکبیر په کابل کې د اسلامي همکاریو سازمان له سفیر محمدسعید العیاش سره وکتل.
سرچینې ویلي، په دې غونډه کې له افغان کډوالو سره د مرستو او د یو شمېر ټولګټو پروژو په اړه خبرې وشوې.
په یاده لیدنه کې محمدسعید العیاش ویلي،چې له کډوالو سره ناسم چلند او د هغوی اجباري ایستلو د اسلامي همکاریو سازمان اندېښمن کړی دی.
هغه زیاته کړې، د اسلامي همکاریو سازمان کډوالو ته د مرستو راجلبولو برخه کې کار کوي او هیله یې څرګنده کړې،چې د دغه سازمان غړي هېوادونه د افغان کډوالو لاسنیوي ته ځانګړی پام وکړي.
سرچینې زیاته کړې، په دې لیدنه کې مولوي عبدالکبیر په بېلا بېلو برخو کې له افغانانو سره د یاد سازمان له همکاریو او مرستو مننه وکړه.
هغه له اسلامي نړۍ سره د طالبانو تعامل او اړیکې خورا ارزښتمنې بللې او یادونه یې کړې،چې د اسلامي همکاریو سازمان د اسلامي هېوادونو ترمنځ د اړیکو لپاره غوره او مهم بنسټ دی.
د یادونې ده، له پاکستانه د افغان کډوالو ایستلو ته ټاکل شوی ضربالاجل د تېرې مارچ میاشتې په ۳۱مه پای ته ورسېد؛ چې له مخې، له دې نېټې را وروسته څه باندې سل زره افغانان په جبري ډول را ایستل شوي دي.



