چین او روسیې ویلي چې د افغانستان د اوږدمهاله سولې، ثبات او امنیت د ټینګښت ملاتړ کوي او ژمن دي چې په دې برخه کې خپلې همغږۍ ته په دوهاړخیزه او څو اړخیزه کچه دوام ورکړي. د دواړو هېوادونو په ګډه اعلامیه کې چې په پاکستان کې د چین سفارت خپره کړې، ویل شوي چې د افغانستان د سیاسي وضعیت د حل لپاره د سیمهییزو میکانیزمونو او چوکاټونو رول مهم دی. اعلامیه زیاتوي چې چین او روسیه چمتو دي له پاکستان او افغانستان سره همکارۍ ته دوام ورکړي، څو د کابل او اسلاماباد ترمنځ موجود اختلافات د خبرو او ډیپلوماټیکو لارو ژر تر ژره حل شي. د چین او روسیې استازو ټینګار کړی چې په سیمه کې سوله، امنیت او پراخه همکاري د ګډې پراختیا او دوامدار ثبات لپاره مهم عوامل دي، او افغانستان په دې بهیر کې ځانګړی رول لري.



