سه شنبه, جولای 21, 2026
سه شنبه, جولای 21, 2026
- Advertisment -spot_img
- Advertisment -spot_img

نور خبرونه

- Advertisment -spot_img

په کندهار کې د شوروي د جګړې ۵۰۰ کیلوګرامه ناچاودېدلی بم شنډ شو

د طالبانو تر کنټرول لاندې د افغانستان د پېښو پر وړاندې د چمتووالي ملي ادارې ویلي، په کندهار ولایت کې یې د شوروي د جګړې له وخته پاتې یو ۵۰۰ کیلوګرامه ناچاودېدلی بم کشف او شنډ کړی دی. یادې ادارې د شنبې په ورځ د چنګاښ ۲۷مه د یوې ویډیو په خپرولو سره ویلي، د «FAB-500» ډوله دغه بم د کندهار د شاه ولي کوټ ولسوالۍ کې موندل شوی او په خوندي ډول له منځه وړل شوی دی. د ادارې په وینا، د بم د شنډولو عملیات د ماین پاکۍ د هلو ټرسټ مؤسسې د چټک غبرګون ډلې په همکارۍ ترسره شوي دي. د طالبانو د پېښو پر وړاندې د چمتووالي ملي اداره وایي، دغه بم د استوګنې کورونو ته نږدې پروت و او د سیمې د اوسېدونکو لپاره یې جدي ګواښ رامنځته کړی و. طالبانو د تېر لمریز کال د مرغومي میاشتې په ترڅ کې هم د هرات ولایت د انجیل ولسوالۍ کې د پخوانیو جګړو یو بل ۵۰۰ کیلوګرامه ناچاودېدلی بم د کشف او شنډولو خبر ورکړی و. افغانستان د څو لسیزو جګړو له امله لا هم د ماینونو او ناچاودېدلو چاودېدونکو توکو له جدي ګواښ سره مخ دی. د ملګرو ملتونو د شمېرو له مخې، شاوخوا ۳.۳ میلیونه کسان په افغانستان کې د هغو سیمو د یو کیلومتر په شعاع کې ژوند کوي چې په ماینونو او ناچاودېدلو چاودېدونکو توکو ککړې دي.

- Advertisment -spot_img