سه شنبه, جولای 21, 2026
سه شنبه, جولای 21, 2026
- Advertisment -spot_img
- Advertisment -spot_img

نور خبرونه

- Advertisment -spot_img

په دوو ورځو کې له ایران او پاکستانه ۷ زره افغان کډوال راستانه شول

د طالبانو د کډوالو د ستونزو د هواري کمېسیون ویلي، چې په تېرو دوو ورځو کې ۷ زره او ۳۵۲ افغان کډوال له ایران او پاکستان څخه ایستل شوي او هېواد ته راستانه کړل شوي دي. د کمېسیون د معلوماتو له مخې، یوازې د جمعې په ورځ، د چنګاښ په ۲۶مه، ۳ زره او ۷۵۳ کسان د هرات د اسلام‌کلا، د ننګرهار د تورخم او د کندهار د سپین بولدک له پولو افغانستان ته داخل شوي دي. د کمېسیون د شمېرو له مخې، تر دې یوه ورځ مخکې، یعنې د پنجشنبې په ورځ، د چنګاښ په ۲۵مه، هم ۳ زره او ۵۹۹ افغانان له ایران او پاکستان څخه ایستل شوي وو. په وروستیو اوونیو کې له ایران او پاکستان څخه د افغان کډوالو د ایستلو بهیر چټک شوی او هره ورځ زرګونه کسان د دواړو هېوادونو له سرحدي پولو افغانستان ته راستانه کېږي.

- Advertisment -spot_img