د بدخشان د امنیې قوماندانۍ ویلي، د یفتل ولسوالۍ پر ودانۍ د شوي برید یو شمېر عاملان نیول شوي او د پاتې کسانو د نیولو لپاره د لټون عملیات لا هم روان دي. د بدخشان د امنیې قوماندانۍ ویاند په یوه خبرپاڼه کې ویلي، تېره شپه، په داسې حال کې چې د یفتل ولسوالۍ لوړپوړي چارواکي په رخصت کې وو، یو شمېر «غیرمسوولو کسانو» د ولسوالۍ پر ودانۍ برید وکړ. د خبرپاڼې له مخې، د طالبانو امنیتي ځواکونو څو ساعته وروسته سیمې ته ورسېدل او د برید یو شمېر ښکېل کسان یې ونیول. په خبرپاڼه کې راغلي چې یو شمېر نور بریدګر له سیمې تښتېدلي او د هغوی د نیولو لپاره عملیات روان دي. د بدخشان د امنیې قوماندانۍ زیاته کړې چې د دې پېښې نور جزییات به وروسته له رسنیو سره شریک شي. دا څرګندونې وروسته له هغې کېږي چې په ټولنیزو رسنیو کې د بدخشان د یفتل ښکته ولسوالۍ د سقوط په اړه راپورونه خپاره شول. په همدې حال کې، د طالبانو لوی درستیز، فصیحالدین فطرت، یفتل ولسوالۍ ته د سفر پر مهال وویل چې ډېری «ګډوډي جوړوونکي» نیول شوي او پاتې کسان به هم ډېر ژر ونیول شي. هغه ټینګار وکړ چې په بدخشان ولایت کې هېڅ امنیتي ستونزه نشته او هر څوک چې د دغه ولایت امنیت ګډوډ کړي، د طالبانو د امنیتي ځواکونو له قاطع غبرګون سره به مخ شي. فطرت له ځوانانو وغوښتل چې له امنیتي ځواکونو سره همکاري وکړي او د هغو کسانو په خبرو او تبلیغاتو ونه غولېږي چې له افغانستانه وتلي دي.



