د افغانستان د نفتو او ګازو دولتي شرکت اعلان کړی چې د نړیوالو بازارونو د نفتو او ګازو د بیو د پام وړ لوړوالي او پر کورني بازار د هغې د اغېزو له امله یې د پټرولو، ډیزلو او مایع ګاز (LPG) د وارداتو ځینې تخنیکي معیارونه په موقتي ډول تعدیل کړي دي. دغه شرکت په یوه خبرپاڼه کې ویلي، د بېکیفیته سونتوکو د وارداتو د مخنیوي کمېټې د بازار وضعیت او د هېواد اړتیاوې تر ارزونې وروسته پرېکړه کړې چې د وارداتي سونتوکو په تخنیکي ځانګړتیاوو کې د ځینو ټاکل شویو حدودو د پلي کېدو په برخه کې موقتي اسانتیاوې رامنځته کړي. د خبرپاڼې له مخې، دا یو استثنايي او لنډمهالی اقدام دی چې موخه یې د سونتوکو د وارداتو اسانه کول، د بازار اړتیاوې پر وخت پوره کول، د سونتوکو د کمښت مخنیوی او د نړیوالو بیو د لوړېدو او د بازار د بېثباتۍ منفي اغېزې کمول دي. شرکت ټینګار کړی چې دغه پرېکړه به تر هغه وخته نافذه وي چې د بازار وضعیت بېرته عادي شي او د اړوندو ادارو له لوري نوې پرېکړه اعلان شي. دا پرېکړه داسې مهال شوې چې په وروستیو ورځو کې د افغانستان په بازارونو کې د نفتو او ګازو بیې د پام وړ لوړې شوې او د خلکو اندېښنې او شکایتونه یې زیات کړي دي. په همدې حال کې، راپورونه ښيي چې پر روسیې د اوکراین له وروستیو بریدونو وروسته، چې د دغه هېواد د نفتو ځینې تاسیسات یې په نښه کړي، افغانستان ته د روسیې د نفتو او ګازو واردات هم د پام وړ کم شوي دي.



