سه شنبه, جولای 21, 2026
سه شنبه, جولای 21, 2026
- Advertisment -spot_img
- Advertisment -spot_img

نور خبرونه

- Advertisment -spot_img

د ملګرو ملتونو راپور: په افغانستان کې د ښځو د ملاتړ بنسټونه د تړل کېدو له ګواښ سره مخ دي

د ملګرو ملتونو د ښځو څانګې (UN Women) په یوه نوې سروې کې ویلي، چې د نړیوالو مرستو کمښت، له ښځو سره د روانو محدودیتونو ترڅنګ، په افغانستان کې د ښځو د ملاتړ کوونکو بنسټونو د بندېدو خطر زیات کړی دی. د دې سروې له مخې، چې د ۷۴ افغان ښځینه بنسټونو نظرونه پکې اخیستل شوي، د ۲۰۲۵ کال له جنورۍ راهیسې لږ تر لږه یو میلیون ښځو او نجونو له اړینو او حیاتي خدمتونو څخه خپل لاسرسی له لاسه ورکړی دی. سروې ښيي، چې له نیمایي څخه ډېرو ښځینه بنسټونو ویلي، ښايي په راتلونکو ۱۲ میاشتو کې د مالي ستونزو له امله خپل فعالیتونه ودروي. د ملګرو ملتونو د ښځو څانګې خبرداری ورکړی، چې د نړیوالو مرستو کمېدل او د ښځو پر وړاندې محدودیتونه د ښځو او نجونو لپاره د روغتیا، زده‌کړې او نورو مهمو خدمتونو د دوام په برخه کې جدي ستونزې رامنځته کوي.

- Advertisment -spot_img