په ملګرو ملتونو کې د افغانستان د استازولۍ سرپرست نصیراحمد فایق وايي، په هېواد کې د مجازاتو د معافیت فرهنګ د مرموزو وژنو، جنسي تېریو او نورو جرمونو د زیاتېدو سبب شوی دی. فایق په ایکس کې لیکلي چې د قانون د حاکمیت کمزوري کېدل او د عدالت د نظام کمزوري د دې وضعیت اصلي عوامل دي. هغه ټینګار کړی چې رښتینی امنیت یوازې د جګړې نشتوالی نه، بلکې د خلکو د خوندیتوب، عدالت او حسابورکونې موجودیت دی. هغه ویلي چې د دې وضعیت تر ټولو ډېر زیان ښځې، ماشومان او بېدفاع وګړي ویني. د بشري حقونو ځینې بنسټونه هم د افغانستان د عدالت ته د لاسرسي او د ښځو پر وړاندې د تاوتریخوالي د قضیو د تعقیب په اړه اندېښنې څرګندې کړې دي. طالبانو دغه ډول نیوکې رد کړې او د امنیت پر ټینګښت ټینګار کوي.



