د طالبانو د حج او اوقافو وزارت له جوماتونو له امامانو غوښتي چې د جمعې د لمانځه په خطبو کې د ټولنیزو شبکو او انټرنېټ د کارونې د زیانونو په اړه ځوانانو ته معلومات ورکړي او هغوی وهڅوي چې له هغه څه څخه ځان وساتي چې د «منکراتو» په نوم یاد شوي دي. د جمعې د خطبو لپاره په خپاره شوي لارښود کې راغلي چې د دغه وزارت په باور، د افغانستان د ډېرو ځوانانو دیني باور کمزوری شوی او د دیني مسایلو او احکامو په اړه یې معلومات کم شوي دي. تر دې مخکې هم ځینو طالب چارواکو د انټرنېټ او ټولنیزو شبکو کارول د اوسني ځوان نسل د ستونزو له لاملونو څخه بللي وو. په دغه لارښود کې همدارنګه ادعا شوې چې دا حالت د لوېدیځ لپاره «یوه ستره لاسته راوړنه» ده.



