احمد مسعود، د افغانستان د موسومې مقاومت ملي جبهې مشر، له پاکستانه غوښتي چې د طالبانو پر وړاندې د دې جبهې ملاتړ وکړي. مسعود دا څرګندونې په فرانسه کې یوې غونډې ته کړې او ویلي یې دي چې پاکستان دا مهال له تحریک طالبان پاکستان (TTP) او د بلوچستان د آزادۍ پوځ (BLA) په څېر ډلو سره په مبارزه بوخت دی. هغه زیاته کړې چې د اوسني وضعیت له مخې، اسلاماباد باید د هغو ځواکونو ملاتړ وکړي چې د ده په وینا، د طالبانو پر وړاندې مقاومت کوي. مسعود ټینګار کړی چې د مقاومت جبهې جنګیالي لا هم خپلې مبارزې ته دوام ورکوي. دا څرګندونې په داسې وخت کې کېږي چې په وروستیو میاشتو کې د پاکستان او طالبانو ترمنځ، په ځانګړې توګه د امنیتي موضوعاتو او وسلهوالو ډلو د فعالیتونو له امله، ترینګلتیاوې زیاتې شوې دي.



