چهارشنبه, جولای 22, 2026
چهارشنبه, جولای 22, 2026
- Advertisment -spot_img
- Advertisment -spot_img

نور خبرونه

- Advertisment -spot_img

د روغتیا نړیوال سازمان: د افغانستان د روغتیايي نظام پر پیاوړتیا ټینګار

روغتیا نړیوال سازمان د ختیځې مدیترانې سیمې مشرې، حنان بلخي، افغانستان ته د «د پولیو د له منځه وړلو د څارنې بورډ» د پلاوي له څلورم سفر وروسته ټینګار کړی چې ټولو ماشومانو ته د ژوند ژغورونکو واکسینونو رسول او د هېواد د روغتیايي نظام پیاوړتیا بنسټیز ارزښت لري. بلخي په اېکس ټولنیزه شبکه کې په خپور کړي پیغام کې ویلي، د خپل سفر پر مهال یې له افغان چارواکو، د روغتیايي برخې له کارکوونکو، نړیوالو همکارانو او د ملګرو ملتونو د اړوندو ادارو له استازو سره کتلي او خبرې یې ورسره کړې دي. هغې ویلي، د واکسیناسیون پراخول، د بنسټیزو روغتیايي خدمتونو پیاوړي کول او د هېواد د روغتیايي نظام ټینګښت باید په یو وخت کې پرمخ یووړل شي، څو افغانستان د پولیو د بشپړې له منځه وړلو او د راتلونکو نسلونو د روغتیا د خوندي ساتلو په برخه کې لا ډېر پرمختګ وکړي.

- Advertisment -spot_img