چهارشنبه, جولای 22, 2026
چهارشنبه, جولای 22, 2026
- Advertisment -spot_img
- Advertisment -spot_img

نور خبرونه

- Advertisment -spot_img

د پروان والي د کانکور لومړي مقام ګټونکي ته نغدي ډالۍ ورکړل

ده پروان ولایت ۱۹ کلن اوسېدونکي عزیزالرحمن رشید، چې د روان کال د کانکور په ازموینه کې یې د ۳۶۰ نمرو په ترلاسه کولو سره لومړی مقام ګټلی و، د خپلې علمي بریا له امله وستایل شو او نغدي ډالۍ ورکړل شوه. د پروان د والي ویاند سیدحکمت‌الله شمیم ویلي، والي د رشید دغه ستره علمي بریا ستایلې او هغه ته یې مبارکي ورکړې ده. نوموړي د رشید د زیار او زده‌کړو ستاینه کړې او د هڅونې لپاره یې نغدي مرسته هم ورسره کړې ده. د شمیم په وینا، والي د رشید کورنۍ، ښوونکو، د پروان اوسېدونکو او ټولو افغانانو ته د نوموړي د بریا مبارکي ویلې او ویلي یې دي چې د ځوانانو د زده‌کړو بریاوې د هېواد د راتلونکې لپاره ارزښتناکه پانګه ده. عزیزالرحمن رشید د پروان ولایت د بګرام ولسوالۍ د توخچي کلي اوسېدونکی دی. نوموړي د سږ کال د کانکور په ازموینه کې ۳۶۰ نمرې ترلاسه کړې او دا یې لومړی ځل و چې په دغه ازموینه کې یې ګډون کړی و.

- Advertisment -spot_img