چهارشنبه, جولای 22, 2026
چهارشنبه, جولای 22, 2026
- Advertisment -spot_img
- Advertisment -spot_img

نور خبرونه

- Advertisment -spot_img

پولنډ د لېتوانیا پولې ته نږدې ۵۴ بې‌اسناده کډوال ونیول

د پولنډ د پولې ساتونکو ویلي چې د لېتوانیا پولې ته نږدې یې په یوه باروړونکې لارۍ کې ۵۴ بې‌اسناده کډوال نیولي دي. د چارواکو په وینا، دغه لارۍ د رومانیا د نوم‌لیکنې شمېرې لرلې او یو رومانیایي وګړي چلوله. په نیول شویو کسانو کې ۳۰ پاکستانیان، ۱۵ افغانان او ۹ بنګله‌دېشیان شامل دي. د پولې ساتونکو ویلي، نیول شوي کډوال به د بېرته سپارلو د بهیر له مخې لېتوانیا ته وسپارل شي. همدارنګه، د دغې ناقانونه لېږدونې او د پولې د اوښتو د هڅې په اړه پلټنې دوام لري. دا پېښه په داسې وخت کې شوې چې په سیمه کې د کډوالۍ لارې بدلې شوې دي. په وروستیو میاشتو کې د بېلاروس او پولنډ پر پوله د ناقانونه اوښتو شمېر کم شوی، خو د بېلاروس او لېتویا پر پوله د کډوالۍ بهیر زیات شوی دی. ډېری کډوال له بېلاروس څخه لېتویا ته تر اوښتو وروسته هڅه کوي د لېتوانیا او پولنډ له لارې د لوېدیځې اروپا هېوادونو ته ولاړ شي. له همدې امله، پولنډي چارواکي د پولنډ او لېتوانیا پر پوله، چې لنډمهالي سرحدي کنټرولونه پکې لا هم روان دي، د بې‌اسناده کډوالو ډلې په پرله‌پسې توګه نیسي.

- Advertisment -spot_img