د بدخشان ولایت د نسي ولسوالۍ پخواني ولسوال جمعهخان فاتح د ځینو رسنیو هغه راپورونه رد کړي چې ګواکې هغه د افغانستان د طالبانو حکومت پر ضد ولاړ دی، او ویلي یې دي چې دا ادعاوې له حقیقت سره سمون نه لري. هغه په یوه تازه غږیز پیغام کې دغه راپورونه «توطیه» بللي او ټینګار یې کړی چې نه د هغه د نیولو لپاره کوم امنیتي اقدام شوی او نه هم د نیونې یا پوځي عملیاتو هڅه شوې ده. فاتح ویلي چې د اسلامي نظام د ټینګښت لپاره یې قرباني ورکړې او زیاته کړې یې ده چې په راتلونکي کې به هم د افغانستان د طالبانو حکومت د پیاوړتیا لپاره له هېڅ ډول هڅو درېغ ونه کړي. هغه ټینګار کړی چې خپاره شوي راپورونه د واقعیت انعکاس نه کوي او بېاساس دي.



