د پاکستان د بهرنیو چارو وزارت ویاند طاهر اندرابي ویلي، که له افغان خاورې څخه د پاکستان پر ضد بریدونه دوام ومومي، اسلاماباد به یو ځل بیا د “مشروع دفاع حق” وکاروي. هغه د پنجشنبې په ورځ په یوه خبري غونډه کې وویل چې د پاکستان وروستي هوايي بریدونه د همدې چوکاټ له مخې ترسره شوي دي. د هغه په وینا، په ختیځ افغانستان کې هوايي عملیات د “ترهګریزو فعالیتونو” په ځواب کې شوي او پاکستان به د خپلو وګړو د امنیت پر وړاندې ګواښونو ته بېغورې پاتې نه شي. اندرابي د کراچۍ د وروستي برید یادونه هم وکړه او دعوه یې وکړه چې د پاکستان پر ضد د بریدونو د پلان او عملي کولو لپاره د افغانستان خاوره کارول کېږي. هغه زیاته کړه چې که دا ډول بریدونه دوام وکړي، اسلاماباد به بیا اقدام وکړي. د پاکستان د بهرنیو چارو وزارت ویاند وویل چې د خیبر پښتونخوا، بلوچستان، کراچۍ او نورو سیمو له وروستیو پېښو وروسته د ترلاسه شویو استخباراتي معلوماتو پر بنسټ دا عملیات پیل شوي دي. هغه همدارنګه وویل چې د جون په ۲۸مه په باجور سیمه کې د “ترهګرو ډلو” څلور غړي، چې د پاکستان له مخې د دغو ډلو یو لوړپوړی قوماندان هم پکې شامل بلل کېږي، وژل شوي دي.



