په کابل کې د ایران سفیر، علیرضا بیکدلي، وایي د ایران او د طالبانو د حکومت ترمنځ اړیکې د «رغنده» تعامل پر لور روانې دي او دا به د دواړو لورو او سیمې ترمنځ همکارۍ لا پیاوړې کړي. بیکدلي دغه څرګندونې په کابل کې د پنځم نړیوال نندارتون د پرانیستې په مراسمو کې وکړې او ویې ویل، ایران د افغانستان د خصوصي سکټور ملاتړ کوي، څو هېواد اقتصادي خپلواکۍ، پرمختګ او ولسي هوساینې ته ورسېږي. هغه وویل، اقتصادمحوره تګلاره د دوامدارو اړیکو د پیاوړتیا اساسي محرک دی، او د افغانستان د امنیت ټینګښت او له ګاونډیو هېوادونو سره د اړیکو پراختیا هم د همدې اقتصادي تګلارې برخه ده. دغه ایراني ډیپلومات زیاته کړه، د اوسپنې پټلۍ، لویو لارو، بندونو او نورو بنسټیزو زېربناوو پراختیا، ترڅنګ یې د صنعت او کرنې د سکټورونو وده، کولی شي په افغانستان کې د اقتصادي ودې او سوکالۍ لپاره زمینه برابره کړي. د ایران سفیر له سوداګرو، پانګهاچوونکو او د اقتصادي برخو له فعالانو وغوښتل چې له رامنځته شوې «دوستانه او ورورولیزې» فضا څخه ګټه واخلي او د دواړو هېوادونو ترمنځ سوداګریزې اړیکې نورې هم پراخې کړي. هغه ټینګار وکړ چې په دغه نندارتون کې د ایران د لوی پلاوي ګډون یوازې سمبولیک نه دی، بلکې له افغانستان سره د همکاریو د پراخولو لپاره د تهران جدي هوډ څرګندوي. د هغه په وینا، په نندارتون کې ګډونوال ایراني شرکتونه د صنعت، کانونو، ماشینونو او صنعتي تجهیزاتو، ودانیزو توکو، انرژۍ، انجنیرۍ خدمتونو او نوې ټکنالوژۍ په برخو کې فعالیت کوي. د ایران او طالبانو اړیکې په وروستیو کلونو کې د عملي همکاریو او متقابلې بېباورۍ ګډ انځور وړاندې کوي. د هلمند د اوبو پر سر شخړه د دواړو لورو ترمنځ تر ټولو مهمه لانجمنه موضوع بلل کېږي، خو له دې سره هممهاله سرحدي، اقتصادي او امنیتي همکارۍ هم پراخې شوې دي.



