چهارشنبه, جولای 1, 2026
چهارشنبه, جولای 1, 2026
- Advertisment -spot_img
- Advertisment -spot_img

نور خبرونه

- Advertisment -spot_img

واتساپ لوی بدلون اعلان کړ؛ د شمېرې پر ځای کارن‌نوم( UserName) راځي

واتساپ د خپل تاریخ له مهمو بدلونونو څخه یو اعلان کړی او ویلي یې دي چې ډېر ژر به د کارن‌نوم (Username) جوړولو ځانګړتیا فعاله شي، چې له مخې به یې کاروونکي د چټ پیلولو لپاره د ټیلیفوني شمېرې شریکولو ته اړتیا ونه لري. د دې اپلېکېشن په وینا، کاروونکي به لا هم د حساب جوړولو لپاره د ټیلیفوني شمېرې کارولو ته اړتیا ولري، خو وروسته به کولی شي خپل ځانګړی کارن‌نوم وټاکي او له نورو سره یې شریک کړي. دا ځانګړتیا د محرمیت د پیاوړتیا په توګه معرفي شوې، ځکه د ټیلیفوني شمېرې معلومات شخصي او حساس ګڼل کېږي. په دې بدلون سره به د نویو کسانو سره د اړیکې پر مهال یا په ډلو کې د ګډون پر وخت د ټیلیفوني شمېرې شریکول اړین نه وي او پر ځای به یې کارن‌نوم د اړیکې د پیل لپاره کارول کېږي، په داسې حال کې چې د کاروونکي اصلي شمېر پټ پاتې کېږي. واتساپ ویلي چې دا کارن‌نوم به د ټولنیزو شبکو د عامو هندلو په څېر نه وي او عام لټون به یې ممکن نه وي. کاروونکي به وکولی شي د خپل ځانګړي کارن‌نوم د جوړولو لپاره له اتومات جوړونکي (generator) څخه هم ګټه واخلي. همدارنګه کاروبارونه، د محتوا جوړونکي او ادارې کولی شي خپل د انسټاګرام یا فېسبوک کارن‌نوم په واتساپ کې هم وکاروي. دغه ځانګړتیا به د اپلېکېشن د نوي اپډېټ له لارې په ترتیباتو کې د (Settings > Account > Username) له لارې لاسرسی ولري، خو بشپړ عملي کېدل یې د روان کال په وروستیو کې تمه کېږي. دا بدلون د واتساپ د محرمیت پر لور مهم ګام بلل کېږي او د سیګنال او ټیلیګرام په څېر اپلېکېشنونو سره د سیالۍ وړتیا هم زیاتولی شي.

- Advertisment -spot_img