سه شنبه, جون 30, 2026
سه شنبه, جون 30, 2026
- Advertisment -spot_img
- Advertisment -spot_img

نور خبرونه

- Advertisment -spot_img

امریکايي وزیر: د ایران د لوبډلې له نړیوال جامه پر وتلو مې د خوښۍ نڅا وکړه

مارکوین مولین، د امریکا د کورني امنیت وزیر، د ایران د فوټبال ملي لوبډلې له نړیوال جامه د وتلو هرکلی کړی او ویلي یې دي چې د دې خبر له اورېدو وروسته یې «د خوښۍ نڅا» کړې ده. مولین په واشنګټن کې د نړیوال جام د امنیتي تدابیرو په اړه یوې خبري غونډې ته وویل: «زه ډېر خوښ یم چې هغوی له سیالیو ووتل. هېڅ لوبډلې د ایران په کچه موږ ته ستونزې نه دي جوړې کړې.» هغه زیاته کړه: «زه ډېر خوښ یم چې د هغوی ماموریت پای ته ورسېد او نور به بېرته را ونه ګرځي. کله چې موږ وکولای شول د هغوی ویزې لغوه کړو او ورته مو وویل چې باید د امریکا خاوره پرېږدي، دومره خوشحاله شوم چې ښايي یوه ـ دوه سندرې مې هم ویلي وي او د خوښۍ نڅا مې کړې وي.» د ایران د فوټبال ملي لوبډله، چې له نړیوال جامه وتلې ده، ټاکل شوې د سې‌شنبې په ورځ د مکسیکو له تیخوانا ښار څخه د ترکیې انټالیا ښار ته الوتنه وکړي او له هغه ځایه تهران ته ستنه شي.

- Advertisment -spot_img