د اطلاعاتو او فرهنګ وزارت د نشراتو معین، د پاکستان د نظامي رژیم له لوري د افغانستان پر خاوره د هوايي بریدونو په غبرګون کې ویلي چې اسلاماباد هڅه کوي په داسې اقداماتو سره د اسلامي امارت لاسته راوړنې او مثبت کارونه تر پوښتنې لاندې راولي. حیاتالله مهاجر فراهی، چې د پروان ولایت کې د خبریالانو د ظرفیت لوړولو په یوه سمینار کې وینا کوله، خبرداری ورکړ چې اسلامي امارت به په مناسب وخت کې دغو بریدونو ته ځواب ورکړي.



