د امریکا ولسمشر ډونالډ ټرمپ ایران تورن کړی چې د هرمز تنګي کې د بار وړونکې یوې بېړۍ پر ضد په برید کې لاس لري، او دا یې د اوربند د تړون سرغړونه بللې ده. په «ټروث سوشل» کې په یوه پوسټ کې ټرمپ ادعا کړې چې د ایران اسلامي جمهوریت لږ تر لږه څلور ځانمرګي بېپېلوټه الوتکې (ډرونونه) د هغه ستراتیژیکې اوبو لارې له لارې تېرېدونکو بېړیو پر لور توغولي دي. هغه ویلي چې له دغو ډرونونو څخه یو د یوې لویې او «ډېر قیمتي» بار وړونکې بېړۍ پر پورتنۍ برخه لګېدلی، چې زیان یې اړولی، خو بېړۍ توانېدلې خپل سفر ته دوام ورکړي. ټرمپ همدارنګه ویلي چې د امریکا ځواکونو درې نور ډرونونه مخکې له دې چې خپلو هدفونو ته ورسېږي، شنډ کړي او راوغورځولي دي. هغه دغه پېښه د «زموږ د اوربند د تړون ښکاره او بېعقله سرغړونه» بللې ده. تر دې وړاندې امریکایي چارواکو رسنیو ته ویلي وو چې ایران د دې برید مسوول ګڼل کېږي. ایراني چارواکو تر اوسه د دغو تورونو په اړه رسمي غبرګون نه دی ورکړی.



