د ایران پوځ ویلي چې د کویټ په «احمد الجابر» هوايي اډه کې یې د امریکا پر پوځي تاسیساتو د بېپیلوټه الوتکو برید کړی او دا یې د واشنګټن د وروستیو بریدونو په غبرګون کې بللی دی. الجزیرې راپور ورکړی چې د ایران پوځ ویلي، دغه برید د بېپیلوټه الوتکو په وسیله ترسره شوی او د سپوږمکۍ مخابراتي سیستمونه او د پوځي تجهیزاتو زېرمتونونه پکې په نښه شوي دي. د راپور له مخې، د ایران پوځ زیاته کړې چې دا عملیات د امریکا له لوري د قشم ټاپو پر یوه استوګنیز کور د برید په غبرګون کې ترسره شوي دي. ایران ادعا کړې چې د کویټ دغه پوځي اډه په سیمه کې د امریکا د هوايي څارنې عملیاتو او پوځي ملاتړ لپاره یو مهم مرکز ګڼل کېږي. دا ادعا په داسې حال کې شوې چې په وروستیو میاشتو کې د ایران او امریکا ترمنځ ترینګلتیا زیاته شوې او دواړو لورو یو بل د پوځي اقداماتو په ترسره کولو تورن کړي دي.



