د اسرائیل د دفاع وزیر، یسرائیل کاتز، د جمعې په ورځ په ایکس ټولنیزه شبکه کې په فارسي ژبه په یوه پیغام کې د ایران د سپاه پاسداران د قدس ځواک قوماندان اسماعیل قاآني په نښه کړی او د هغه پر اسرائیلو لګول شوي ګواښونه یې «بېاعتباره» بللي دي. کاتز په دغه پیغام کې خبرداری ورکړی چې د ایران د اسلامي جمهوریت له لوري د هر ډول برید په صورت کې به تهران خپله «لویه تېروتنه» وکړي. هغه ټینګار کړی چې نه د هرمز تنګي تړل او نه پر ملکي کسانو بریدونه به د اسرائیلو د اقدام مخه ونیسي. د اسرائیل د دفاع وزیر همدارنګه ویلي چې د دغه هېواد ځواکونه چمتو دي «کار تر پایه ورسوي» او زیاته کړې یې ده چې د ایران د هر اقدام په وړاندې به د اسرائیلو ځواب قاطع وي. کاتز په خپل پیغام کې د اسماعیل قاآني تر څنګ د ایران د اسلامي جمهوریت د یو شمېر لوړپوړو چارواکو د ټولنیزو شبکو حسابونو ته هم اشاره کړې، چې په کې عباس عراقچي، محمدباقر قالیباف او مسعود پزشکیان شامل دي.



