جمعه, جون 26, 2026
جمعه, جون 26, 2026
- Advertisment -spot_img
- Advertisment -spot_img

نور خبرونه

- Advertisment -spot_img

ایټالیا: د ایران پر ضد په جګړه کې ګډون نه دی کړي

د ایټالیا لومړۍ وزیره جورجیا ملوني ویلي چې هېواد یې هېڅکله د ایران پر ضد په جګړه کې ګډون نه دی کړی، او یوازې د پوځي اډو د کارولو د تړونونو په چوکاټ کې یې عمل کړی، پرته له دې چې له دې څخه وړاندې ولاړ شي. دا څرګندونې وروسته له هغې مخې ته راغلې چې د ناټو عمومي منشي مارک روته د ایران پر ضد د پوځي عملیاتو لپاره د ایټالیا د امریکایي اډو د کارولو په اړه خبرې کړې؛ هغه موضوع چې د ایټالوي چارواکو په وینا د غلط تعبیر لامل شوې ده. د ایټالیا د دفاع وزیر هم دغه څرګندونې د غلط تعبیر پایله بللې ده. په ورته وخت کې، د ایران د بهرنیو چارو وزارت ویاند دغه څرګندونې د ناټو د رول د یوې نښې په توګه یادې کړې او له دې پوځي تړون څخه یې د ځواب غوښتنه کړې ده.

- Advertisment -spot_img