راشد خان، د افغانستان د کرکټ ملي لوبډلې ستوری، د نړيوال کرکټ شورا (ICC) په تازه درجهبندۍ کې د شل اوریزو او پنځوس اوریزو دواړو فارمټونو کې د نړۍ د غوره توپاچوونکو په لومړي مقام کې راغلی دی. د پنځوس اوریزو سیالیو د آلرونډرانو په برخه کې، عزمتالله عمرزی د ۳۱۶ نمرې په ترلاسه کولو سره لومړی مقام خپل کړی او د زمبابوې له سکندر رضا څخه مخکې شوی دی. همداراز، ابراهیم زدران، د افغانستان د ملي لوبډلې بل لوبغاړی، د دوو پړاوونو په ښکته کېدو سره د پنځوس اوریزو سیالیو د غوره توپوهونکو په لېست کې پنځم مقام ته راښکته شوی دی.



