- Advertisment -spot_img
- Advertisment -spot_img

نور خبرونه

- Advertisment -spot_img

د مصنوعي ځیرکتیا د امنیت په اړه د ګوګل او مایکروسافټ د مشرانو خبرداری

د ګوګل د «ډیپ‌ماینډ» څانګې مشر ډیمیس هسابیس خبرداری ورکړی چې د مصنوعي ځیرکتیا د سیسټمونو وروستي سایبري بریدونه د راتلونکو جدي ګواښونو لومړنۍ نښې دي. نوموړي ویلي، که امنیتي تدابیر پیاوړي نه شي، ښايي نړۍ په راتلونکو یو یا دوو کلونو کې له لویو پېښو سره مخ شي.

هسابیس د ایرلنډ په پلازمېنه ډبلین کې د مصنوعي ځیرکتیا په یوه غونډه کې ویلي چې اوسني سیسټمونه لا دومره پیاوړي نه دي چې ډېر ستر زیانونه واړوي، خو دا وضعیت ښايي ژر بدل شي.
هغه د ټکنالوژۍ پر شرکتونو او حکومتونو غږ کړی چې د دې ټکنالوژۍ د خوندي کولو لپاره نور اقدامات وکړي.

په وروستیو میاشتو کې د مصنوعي ځیرکتیا د ځینو سیسټمونو له خوا د امنیتي محدودیتونو د ماتولو او د غیرمجاز لاسرسي راپورونه خپاره شوي دي.
د «اوپن‌اې‌آی» او «انتروپیک» شرکتونو هم ویلي چې د خپلو سیسټمونو په ازموینو کې له داسې پېښو سره مخ شوي دي.
په همدې حال کې، د مایکروسافټ مشر براډ سمیت، ۲۰۲۶ کال د مصنوعي ځیرکتیا د صنعت لپاره د خبرداري کال بللی او د دې ټکنالوژۍ د خطرونو د کنټرولولو لپاره یې د نویو قوانینو او مقرراتو د ژر جوړېدو غوښتنه کړې ده.

سمیت ویلي، هېڅ شرکت او ټکنالوژي باید له قانون څخه پورته نه وي، خو مقررات باید متوازن وي او د نوښت مخه هم ونه نیسي.

هسابیس هم د مصنوعي ځیرکتیا د خوندیتوب د معیارونو د جوړولو لپاره د یوه نړیوال بنسټ پر رامنځته کېدو ټینګار کړی دی. د هغه په وینا، د دغو سیسټمونو د چټک پرمختګ له امله باید د هغوی د خوندیتوب د ارزونې لپاره داسې انعطاف‌منونکی چوکاټ جوړ شي چې له نوې ټکنالوژۍ سره سم بدلون ومومي.

- Advertisment -spot_img