- Advertisment -spot_img
- Advertisment -spot_img

نور خبرونه

- Advertisment -spot_img

د کلیوالي ښځو کورني کاروبار پراختیا موندلې

د ملګرو ملتونو پراختیايي پروګرام (UNDP) وايي، د اروپايي ټولنې په ملاتړ یې له کلیوالو ښځو سره د خوراکي توکو د تولید د زیاتولو او د هغوی د کورنیو کاروبارونو د پراختيا په برخه کې مرسته کړې ده.

دغه بنسټ د کلیوالو ښځو د نړیوالې ورځې په مناسبت ویلي چې دغه ښځې د روزنې او وسایلو په ترلاسه کولو سره توانېدلې چې د خپلو محصولاتو کیفیت ښه کړي او لا ډېرو بازارونو ته لاسرسی ومومي.

د دغه بنسټ په وینا، د وسایلو کمښت، بازارونو ته محدود لاسرسی او د سوداګریزو لارو چارو په اړه د پوهاوي نشتوالی د دغو ښځو د کاروبارونو د پراختیا پر وړاندې له مهمو خنډونو وو.

د ملګرو ملتونو پراختیايي پروګرام زیاته کړې چې د افغانستان د ټولنې د مقاومت د پیاوړتیا پروګرام (ACRP) په چوکاټ کې یې د اروپايي ټولنې په ملاتړ او د ملګرو ملتونو په همکارۍ له ښځو سره د محصولاتو د کیفیت ښه کولو، بسته‌بندۍ او بازارموندنې په برخو کې مرسته کړې ده.

دغه بنسټ وايي، د کلیوالو ښځو کاروبارونه نه یوازې هغوی ته د کار فرصتونه برابروي، بلکې له سیمه‌ییزو سوداګرو سره هم مرسته کوي.

بلخوا، د برېښنا د دوامدارې سرچینې نشتوالی، د سړو خونو کمښت او مالي سرچینو ته محدود لاسرسی لا هم د دغو کاروبارونو پر وړاندې له مهمو ستونزو دي.

- Advertisment -spot_img